پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د يوسف خېلو ولسوالۍ په ميست کلي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نظر ذاهد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د نظر ذاهد او ميست نايټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ميست نايټ لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۹۲ منډو هدف کېښود، نظر ذاهد لوبډلې ياد هدف په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
دغه سيالۍ، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول و او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
