کابل کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست له لوړ رتبه کارمندانو د اسلامي اساساتو دویم پړاو ازموینه واخیستل شوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۲۴
کابل کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست له لوړ رتبه کارمندانو د اسلامي اساساتو دویم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست په جومات کې د لومړيو، دویمو او درېیمو بستونو له کارمندانو د اسلامي اساساتو دویم پړاو ازموینه واخیستل شوه.

په دغه ازموینه کې د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست رهبري پلاوي او د یاد ریاست کارمندانو ګډون کړی و.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رییس داد محمد بریال عطایي د دغې ازموینې په اړه وویل: دا د امر بالمعروف وزارت له لوري د راکړل شوي نصاب ازموینه ده، چې په تېر کال کې مو په منظمه توګه ټولو رئیسانو او آمرینو ته تدریس کړې او اوس د دوی د ارزونې په موخه ازموینه ورڅخه اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت مخکې د یاد ریاست د څلورم او پینځم بستونو له اداري کارکوونکو څخه هم دا ډول ازموینه اخیستل شوې شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS