تخار؛ خواجه غار ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال پسرلنۍ سیالۍ د صمیم فاتح لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمرزیت له لوري د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د صمیم فاتح لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د صمیم فاتح او جوانان خراسان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې صمیم فاتح لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د دغو سیالیو موخه په خواجه غار ولسوالۍ کې د والیبال لوبې وده او پراختیا ښودل شوې ده.