پکتيکا؛ شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۲۸
پکتيکا؛ شخېل آباد ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شخېل آباد ولسوالۍ په حکم کلا کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د يحيی خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې یحيی خېلو لوبډلې سيالې مامور خېلو لوبډلې ته ۰/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه نړيوالو ته په افغانستان کې د شته امن ښودل و، چې لس ورځې يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

جوزجان؛ قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قرقين ولسوالۍ په دينار کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک جيتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک اوولسم پړاو سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS