هلمند؛ حېدر ځوانانو لوبډلې د يووالي په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۶
هلمند؛ حېدر ځوانانو لوبډلې د يووالي په نوم د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د کجکي ولسوالۍ ديبابا ميدان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ د حېدر ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د حېدر ځوانانو او کجکي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، حېدر ځوانانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د اتو لوبغاړو سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف کېښود، کجکي اتلانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۲۹ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغه سيالۍ، چې د ورزشکارانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، شاوخوا ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS