هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د ورزشي آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په بنادر حوزه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې همت افغان، خراسان، شاهین افغان، خادم افغان، تور غونډۍ اتلان، نوي ځوانان او اباسین لوبډلو ګډون کړی دی چې لومړۍ لوبه کې یې همت افغان لوبډلې د ۰/۲ ګولونو په توپیر خراسان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.
