هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي ورزشي ميدان کې د ۱۲ B لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سيدآباد لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې سيدآباد لوبډلې سيالې گل آغا بازار لوبډلې ته ۰/۲ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د نويو ورزشکارانو پرمختگ او هڅول دي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
