میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ د نجیب کمال بابا خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۵۴
میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ د نجیب کمال بابا خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ د جوی زرین کلي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریز جام سیالۍ د نجیب کمال بابا خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نجیب کمال بابا خېلو او نظیر سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د نجیب کمال بابا خېلو لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو تر منځ مینه او محبت زیاتول او د اختر د ورځو لمانځل ښودل شوي دي چې په پای کې اتلې لوبډلې ته ۶۰ زره افغانۍ، دویم مقام ګټونکې ته ۱۵ زره افغانۍ او درېیم مقام ګټونکې لوبډلې ته شپږ زره افغانۍ او همداراز څلور غوره لوبغاړو ته دوه- دوه زره افغانۍ او ستاینلویکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS