کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو یوولسمه او دولسمه لوبه د خدیم اف سي په بریا او د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۱۱
کابل؛ د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو یوولسمه او دولسمه لوبه د خدیم اف سي په بریا او د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو په دوام کې نن یوولسمه او دولسمه لوبه ترسره شوه، چې خدیم اف سي له میوند اف سي او جوانان واحدي له عدالت فراه لوبډلو سره لوبه ترسره کړه.

د یوولسمې سیالۍ په پایله کې خدیم اف سي لوبډلې میوند اف سي ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او دولسمه لوبه بیا د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو ترمنځ د ۱-۱ ګول په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د فوټبال فدراسیون له لوري له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي چې ۳۳ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS