هلمند؛ ناوې ستورو لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۹:۳
هلمند؛ ناوې ستورو لوبډلې د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ناوې ولسوالۍ په مرکزي ميدان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ناوې ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ناوې ستورو او پښتون سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ناوې ستورو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف کېښود، پښتون سادات لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۸ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام گټونکې لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو عراده بايسکل او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS