کابل؛ د فوټبال فدراسیون په انګړ کې یو جومات جوړ او پرانیستل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۵
کابل؛ د فوټبال فدراسیون په انګړ کې یو جومات جوړ او پرانیستل شو

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په مرسته د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د یاد فدراسیون په انګړ کې یو جومات جوړ او پرانیستل شو.

د یاد مسجد د جوړولو چارې څه موده مخکې د فوټسال کمېټې د ټولو کارکوونکو له لوري پیل شوې وې، چې نن پای ته ورسېدې.

د دغه مسجد د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختری، د بدني روزنې او ورزش ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي او د فوټبال فدراسیون رهبري ګډون کړی و.

د هېواد د ورزش ادارې لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق له ټولو هغو کارکوونکو مننه وکړه چې د یاد مسجد په جوړولو کې یې مرسته کړې ده او دوی ته یې د خیر دعا وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS