دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري په خدیر ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو په پایله کې ذاکر رضایي لومړی مقام او ضیا احمدي دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولان له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.