میدان وردګ؛ د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس د میدان وردګو ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۶
میدان وردګ؛ د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس د میدان وردګو ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د المپیک ملې کمېټې او بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له ودانۍ، اداري کارکوونکو او نوي جوړ شوي باغ څخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د میدان وردګو ولایت ورزشي آمر ذبیح الله وهاج او د یادې ادارې نورو کارکوونکو د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي وښوده چې د ښاغلي وثیق صېب تر مشري لاندې له یادې ادارې سره کار کوي.

ښاغلي وثیق د دغه ولایت له ورزشي مسوؤلانو سره ژمنه وکړه چې په راوان کال کې به د دغه ولایت د ورزشي آمریت د ودانۍ د شاوخوا سیمو په رغولو او په نورو ورزشي برخو کې پوره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS