کاپیسا؛ اله سای ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد حسین خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د اله سای ولسوالۍ په دره اشپي ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په ګروپي ډول د فوټبال سیالۍ د اتحاد حسین خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د اتحاد حسین خېل او راه کندي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سیالي په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو د اتحاد حسین خېل لوبډلې د پنالټي شوټ په وهلو سره سیالې لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې او موخه یې په یادې ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.
