بادغیس؛ په ابکمري ولسوالۍ کې ورزشي مېله پیل شوه
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ابکمري ولسوالۍ په پسته زار سیمه کې د کندهار او بادغیس ولایتونو د ورزشکارانو له لوري ورزشي مېله پیل شوه.
په دغه ورزشي مېله کې ۱۳۰ پهلوانانو له کندهار او ۱۳۰ پهلوانان له بادغېس ولایت څخه ګډون کړی دی او درې ورځې به دوام وکړي.
هېره دې نه وي چې د دغو ورزشي مېلې موخه د قومونو ترمنځ یووالی او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول یاد شوي دي
