د فراه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۲ یم کال د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۳:۴۴
د فراه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۲ یم کال د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

فراه ولایت د افغانستان له لویدځو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې خلک یې د نورو چارو ترڅنګ له ورزش سره زیاته علاقه لري او په دودیزو او عنعنوي لوبو کې یو له غني ولایتونو څخه دی.

د فراه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ورزشي ډګر کې یو له فعاله ولایتونو څخه دی، چې په خپلو هڅو سره یې په تېر ۱۴۰۲ کال کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۹ لویې او وړې ورزشي برنامې جوړې کړي دي، چې له جملې یې ۴۸ په مرکز او ۶۱ په ولسوالیو کې دي.

په نوموړي ولایت کې د المپیکي ورزشونو ترڅنګ، ملي او دودیز ورزشونه هم ښه مخینه لري او لاهم پکې د خلکو ترمنځ ژوندي پاتې دي لکه د غېږ نیونې دودیزې لوبې، چې خورا زیات مینوال او ورزشکاران لري.

په دغه ولایت کې ۳۲ فدراسیونونه فعالیت لري او په مختلفو برخو کې په مرکز او ولسوالیو کې ۳۶ کلبونه فعاله دي او اوس هم پکې ګڼ ورزشکاران په تمریناتو بوخت دي او ورزش پکې ترسره کوي. د دغه ولایت ورزشکارانو په ۲۳ ولایتي سیالیو کې ګډون کړی دی او ۹۴ مختلف مډالونه یې یاد ولایت ته راوړي دي.

د بیا رغوونې په برخه کې د ۳۳۰۱۱۰ افغانیو په ارزښت د نوموړي امریت په ورزشي سټدیوم کې د اوبو څا کېندل شوې او همداراز د یاد ستډیوم د مسطح د بیا رغېدو چارې بشپړې شوې دي.

هېره دې نه وي چې په نوموړي ولایت کې د ورزش د ودې په موخه په مختلفو برخو کې ۷ ورزشي سیمنارونه هم ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS