پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښرنې ښار په شهيد دلاور ورزشي لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د قمردينانو B لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د قمردينانو B او چهاردي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې قمردينانو لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح ياده شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
