هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۴:۳۵
هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ناوې ستورو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ناوې ستورو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې افغان لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف کېښود، ناوې ستورو لوبډلې ياد هدف په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو سالم مصروفیت ياد شوی، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS