هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۶:۲۶
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه اړوند په رود پل لاندې سیمه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې ګروپي سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د سېلاب او سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سېلاب لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۷۵ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې سادات لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۰ اورونو په لوبولو سره يې ۱۲۳منډې جوړې کړې او په ۵۲ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه سيالۍ به ۱۱ ورځې دوام وکړي او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS