ننګرهار؛ په مومندره ولسوالۍ کې د ۲۰۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټورنمټونه پيل شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۴:۵۷
ننګرهار؛ په مومندره ولسوالۍ کې د ۲۰۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټورنمټونه پيل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونه د مینې او یووالي په نوم د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث، هزارناو، لاندې باسول او پاس باسول سیمو کې د ۲۰۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ څلور ټورنمټونه پيل شول.

دغه سيالۍ په ګردي غوث کې د ۳۰، په هزارناو کې ۳۵، لاندې باسوال کې د ۷۰ او په پاس باسول کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په دغو ټورنمنټونه کې په ترتيب سره په ګردي غوث کې مسلم لوبډلې جاکه سټار لوبډلې ته، په هزار ناو کې لعلپورې لوبډلې هزار ناو لوبډلې ته، په لاندې باسول کې امان ټايګرز لوبډلې باسول شاهين لوبډلې ته او په پاس باسول کې ډګه سوپر سټار لوبډلې امان ټايګر لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به له یوه نیمې میاشتې دوام وروسته پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۵
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۱
Background image

کندز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېر خان بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د فوټبال سيالۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۳۹
Background image

کندز کې د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د شمال ختیځ زون د بدن ښکلا او فټنس لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولي له لوري د کندز، بغلان او تخار ولایتونو د ۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د شمال ختیځ زون د بدن ښکلا او فټنس. . .

BACK TO NEWS