پکتيکا؛ په زيړوک ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت، ټېپ بال فدراسيون او د زيړوک ولسوالۍ د ورژاڼه د کلي د ځوانانو له لوري د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د عصمت الله او شفیع الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه عصمت الله لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شفيع الله لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۲ اورونو په لوبولو سره يې ۷۳منډې جوړې کړې او په ۴۳ منډو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ به ۷ ورځې دوام وکړي او موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول او ځوانانو ته د سالمې تفریح چمتو کول ياد شوي دي.
