جوزجان؛ شبرغان ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لسم پړاو رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۸:۴۱
جوزجان؛ شبرغان ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لسم پړاو رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي د فوټسال کمېټې له لوري د یاد ولایت مرکز شبرغان ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لسم پړاو رمضان جام سیالۍ د نایاب کلپ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د نایاب کلپ او فلسطین ملاتړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې نایاب کلپ لوبډلې د ۰/۲ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پایله کې د لوبې د مسؤولانو له لوري اتلې، دویم مقام لوبډلې او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS