کونړ؛ په اسمار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ دټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په لارښوونه د اسمار ولسوالۍ په شيرکڅۍ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي ججې ينګ سټار لوبډلې وګټله.
د دغو سياليو پايلوبې ته ججې ينګ سټار او اسمار سوپر کېنګ لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه ججې ينګ سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو ويکټو په زيان سيالې لوبډلې ته ۱۳۹ منډی هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اسمار سوپرکېنګ لوبډلې ياد هدف پوره نه شوای کړی او په څلورو ویکټو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.
