هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۴:۳
هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ، د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سيالۍ د ګرشک زلميانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته ګرشک زلميانو او اريانا لوبډلې لار موندلې وه، چې په پايله کې لومړی توپوهنه ګرشک زلميانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېوو لوبغاړو په زيان ۹۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اريانا لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په اووه ويکټو يې ماتې وخوړه.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۷
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټڼبال سیالۍ پیل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۵
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو لمړی برخه ولسوالۍ کې د ۱۴ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS