کندهار؛ د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۲:۴۷
کندهار؛ د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه

د کندهار ولايت په مرکز قريشي لوبغالي کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه.

د‌ دغو سياليو پايلوبې ته اتحاد او اتفاق افغان لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه اتحاد لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۲۰۲ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه نمايي کې اتفاق افغان لوبډلې د ياد هدف په‌ مقابل کې ۱۴۳ منډې جوړې کړې او په ۵۹ منډو يې ماتې ومنله.

د‌ يادونې وړ ده، چې په‌ پای کې د قريشي کرکټ ادارې له لوري اتلې لوبډلې ته موټرسايکل او غوره لوبغاړو ته کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS