د چارو ادارې عمومي ریاست د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي د مالي چارو ریاست لوبډلې خپله کړه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۱:۵۵
د چارو ادارې عمومي ریاست د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي د مالي چارو ریاست لوبډلې خپله کړه

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په‌ مالي ملاتړ د‌ چارو ادارې عمومي ریاست له‌ لوري د فوټسال رمضام جام سياليو اتلولي د یادې ادارې د مالي ریاست لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د چارو ادارې د دفتر رئیس مولوي محمد حنان حقاني، د یادو ادارو رئیسانو، ورزشکارانو او کارمندانو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د چارو ادارې د مالي ریاست او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې د مالي ریاست لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶-۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

دغه سیالۍ د روژې میاشتې په لومړیو کې پیل او نن پای ته ورسېدې.

هېره دې نه وي چې په پای کې د دواړو ادارو د مسوولینو له لوري غوره لوبډلو، لوبغاړو، لوبڅارانو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS