کابل؛ بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست کې بېلابېلې خدماتي برنامې پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۱:۵۷
کابل؛ بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست کې بېلابېلې خدماتي برنامې پیل شوې

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په انګړ کې د نیالګیو کښېنولو او بیا رغونې په ګډون یو شمېر خدماتي برنامې پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

ټاکل شوې، چې په یادو برنامو کې د یاد ریاست د انګړ په شاوخوا کې نیالګي کښېنول شي او د یاد ریاست ځینې ویجاړې شوې برخې بیا ورغول شي.

د دغې برنامې د پیل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال عطايي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس اتل مشواڼي، د یاد ریاست د خدماتو آمر احمد ناصر زاخیلي او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS