کاپیسا؛ د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو فدراسیون نماینده ګۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۴۳
کاپیسا؛ د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو فدراسیون نماینده ګۍ سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د جوانان محمدي، جوانان افشین او د جوانان عروج کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو فدراسیون نماینده ګۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پایله کې د جوانان افشین کلب لومړی مقام، جوانان محمدي کلب دویم مقام او د جوانان عروج کلب ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو موخه یاد ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول وو.

د سیالیو په پای کې د کاپیسا ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه، جایزې، اتلولۍ حکم او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS