لغمان؛ ادبياتو الف لوبډلې د لغمان پوهنتون د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۹:۴۸
لغمان؛ ادبياتو الف لوبډلې د لغمان پوهنتون د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په لغمان پوهنتون کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ادبياتو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ادبياتو الف او زراعت ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ادبياتو الف لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د محصلينو هڅول، ترمنځ يې سالمه تفريح او د غوره لوبغاړو موندل وو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS