پروان ؛ شینوارو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۲۸
پروان ؛ شینوارو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري په شینوارو ولسوالۍ کې د رمضان جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جوانان تیکمر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د جوانان تیکمر لوبډلې خپلې سیالې جوانان خاسنګورا لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او یووالی رامنځته کول وو.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته د چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS