پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د مټاخان ولسوالۍ په کوټ خېلو کلي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې اقبال لومړی، عبدالهادي دويم او ذاکر بيا د درېيم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
