لغمان؛ عقاب آريانا لوبډلې د سولې ارمان راډيو رمضان جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د سولې ارمان راډيو په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مهترلام ښار کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د سولې ارمان راډيو رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ د عقاب آريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د عقاب آريانا او میرحسن بيلې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې عقاب آريانا لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۰/۳ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او د ااا له نظام څخه ملاتړ و، چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، دوه سيټه لباس، ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.
