په ننګرهار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې تشویقي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونه د جلال اباد ښار په مرکز درېیمه ناحیه کې د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د عرب وفا او الفا کلبونو د درېیو کټګوریو نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ ترسره شوې او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅول او همدارنګه د خلکو لپاره د سالمې تفرېح چمتو کول یاد شوي دي.