په ننګرهار کې د پهلوانۍ رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۹:۴۸
په ننګرهار کې د پهلوانۍ رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسیون استازولۍ په همکارۍ د ياد ولایت په کچه د ۴۰ کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې.

یادې سيالۍ د درېيو کټګوریو نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ ترسره شوې وې او موخه يې د ورزشکارانو سالمه بوختيا او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

هېره دې نه وي چې دغو سياليو دوه ورځې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS