کاپیسا؛ حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۱:۳۵
کاپیسا؛ حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو او ځوانانو په کټګورۍ کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د تنکیو ځوانانو له کټګورۍ مصور لومړی مقام، د نوي ځوانانو له کټګورۍ احمدالله لومړی مقام او د ځوانانو له کټګورۍ الهام لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د سیمه ییزو او دودیزو لوبو دودول او ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS