په ننګرهار کې د ښوونځيو د پيل په مراسمو کې ورزشي نندارې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۴۰۳ کال د ښوونځيو د پيل په مراسمو کې د ۳۰ ورزشکارانو له لوري مختلفې ورزشي ننداري ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په بربهار لېسه کې ترسره شوې او موخه يې ورزش ته د زده کوونکو هڅول ياد شوي دي.
