کابل؛ د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د سنوکر ملي فدراسیون او اړوند کلپونو د مسوولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۷:۳۵
کابل؛ د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د سنوکر ملي فدراسیون او اړوند کلپونو د مسوولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د سنوکر ملي فدراسیون له رهبرۍ او د یادې برخې د ورزشي کلپونو له مسوولینو سره غونډه ترسره کړه او په یو شمېر مهمو مسائلو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست دعوت او ارشاد رییس محمد بریال عطایي، د سنوکر ملي فدراسیون رهبري پلاوي او د یادې برخې ورزشي کلپونو مسوولینو ګډون کړی وو.

د دعوت او ارشاد په دغه غونډه کې د سنوکر ورزشي کلپونو مسوولینو ته په کلپونو کې د شرعي اصولو مطابق اخلاقي فساد مخنیوي، قمار مخنیوي، نشه یي توکو مخنیوي، د ورزشکارانو لپاره د لمانځه وختونه ټاکل، ورزشي جمنازیوم او لوبغالو کې په امنیتي کمرو لګولو خبرې وشوې.

د یادې غونډې موخه په هېواد کې د اسلام او شریعت په چوکاټ کې د سنوکر ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS