هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په افغان ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د دروېشان لېسې او سيال افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالۍ له ۲/۲ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ورسېده.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی او خلکو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي دي، چې شاوخوا ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS