خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ په ستر کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په نوم د واليبال سيالۍ د اول جان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اول جان او تڼيو منتخب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې اول جان لوبډلې سيالې تڼيو منتخب لوبډلې ته ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی وو، چې يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
