زابل؛ قلات ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټر سايکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۹:۲۴
زابل؛ قلات ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټر سايکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د قلات ښار په سحراني سيمه کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د " رمضان جام " په نوم د موټر سايکل ځغلوونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې هارون خپلواک لومړی، عصمت الله افغان دويم او شبير احمد وياړ بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د موټر سايکل ځغلوونې ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS