دايکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شهرستان ولسوالۍ په القا ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د " رمضان جام " سيالۍ د حکمت کتوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د حکمت کتوب او هوايي ميدان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې حکمت کتوب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوی وه.
