ميدان وردگ؛ خورشيد لوبډلې د جلرېز ولسوالۍ د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۳:۱۰
ميدان وردگ؛ خورشيد لوبډلې د جلرېز ولسوالۍ د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د فوټسال کمېټې له لوري په جلرېز ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د خورشيد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د خورشيد جلرېز ، استقلال جلرېز، تكانه ستورو، سيلاب، پيكان، ذيولات، متحد، شېرخان، اتحاد، خوجگاني، خراسان او آرياى جلرېز لوبډلو گډون کړی وو.

د يادو سياليو پايلوبه د خورشید او استقلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې خورشيد لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲/۴ گولونو توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا اته اوونۍ دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS