فاریاب؛ میمنه ښار کې د ۴۳ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کاراتې سیالۍ ترسره شوې
د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اشي هارا کراتې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت میمنې ښار په بیرلیک اشي هارا کاراتې کلپ کې د ۴۳ ورزشکارانو ترمنځ د دوستۍ جام په نوم د اشي هارا کراتې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د اشي هارا کراتې ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
