ننگرهار؛ خراسان لوبډلې د خوږياڼو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ " افغانستان امن دی " په نوم د واليبال سيالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د خوږياڼو منتخب او خراسان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې خراسان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي يووالی او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
