بامیانو کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه د بامیانو ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
