ننګرهار؛ شينوارو لويه ولسوالۍ کې د "مرحبا رمضان" په نوم د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۲
ننګرهار؛ شينوارو لويه ولسوالۍ کې د "مرحبا رمضان" په نوم د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت بدني روزنې او ورزش رياست اړوند او د شينوارو شپږو ولسواليو ورزشي مديريت پۀ لارښونه او همغږۍ د دودیزو لوبو د دودولو په موخه د شینواري بوکسېنګ کلب د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

پۀ يادو سياليو کې ۲۲ او ۱۴کلنو ورزشکارانو په دوه ګروپونو کې د دوه کيلو متره واټن پۀ وهلو سره منډه ترسره کړه، چې لومړي ګروپ ۲۲کلنو کې يې حبيب الله حبيبي لومړی مقام، حضرت عمر دویم او حبيب درېیم مقام تر لاسه کړ او بل لور په دویم ګروپ کې سيف الله لومړی، عبدالرحمن دويم او ابوبکر درېیم مقام تر لاسه کړ.

د يادو سياليو غوره او ګټوونکو ورزشکاران پۀ بېلابېلو کپونو او ستاینليکونو وستايل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS