په خوست کې د رسۍ کشولو دودیزو سیالیو اتلولي احمد یاد لوبډلې وګټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۲:۲۹
په خوست کې د رسۍ کشولو دودیزو سیالیو اتلولي احمد یاد لوبډلې وګټله

د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ اړوند حقیار کلب کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالیو اتلولي احمد یاد لوبډلې خپله کړه.

پایلوبه د احمد یاد او نصیب الله چنار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې احمد یاد لوبډله وتوانېده خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.

هېره دې نه وي چې یادو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او موخه یې د دودیزو او عنعنوي لوبو ژوندي کول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS