هلمند؛ اقصې لوبډلې د هلمند فوټسال غوره ليگ څلورم پړاو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۹
هلمند؛ اقصې لوبډلې د هلمند فوټسال غوره ليگ څلورم پړاو سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د فوټسال کمېټې له لوري د هلمند ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د هلمند فوټسال غوره ليگ سيالۍ د اقصې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اقصې او نورک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اقصې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو غوره گول وهونکی ط ا لب، غوره گول ساتونکی معراج الدين او غوره لوبغاړی بيا جاويد احمد ونومول شو.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ، د ترسره کېدو موخه يې ورزش ته د ځوانانو هڅول وو او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې په نږدې وخت کې به د ولايتونو په کچه د فوټسال سيالۍ پيل شي، چې د هلمند ولايت څخه به پکې سباوون هاشمي لوبډله گډون وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS