کاپيسا؛ شاهين لوبډلې د آلاسای ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
کاپيسا؛ شاهين لوبډلې د آلاسای ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د آلاسای ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د " دوستۍ جام" په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د شاهين او السای ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شاهين لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت ورزش امريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS