هلمند؛ نوري اتلانو لوبډلې د لښکرگاه ښار د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د لښکر گاه ښار په سرې پوستې سيمه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نوري اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د نوري اتلانو او عمران افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نوري اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۹ کنډو هدف کېښود، عمران افغان لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د دغو سياليو غوره توپ وهونکی عبدالباقي بارکزی او غوره توپ اچوونکی بيا عبدالرازق ونومول شو.
دا سيالۍ، چې د ليگ په شکل ترسره شوې، شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
